طـ.البان وايي، د جرمونو نړیوالي محکمې ته افغانستان نور هیڅ مکلفیت نه لري

د ا.ا چارواکي وایي، چي افغانستان د روم اساسنامې ته ژمن نه دی او هغه ورته هیڅ قانوني اعتبار نه لري او دغه شان د جرمونو نړیوالي محکمې (ICC) ته هیڅ قانوني مکلفیت نه لري.
دا څرګندوني وروسته له هغه وسوې چي تېره میاشت د جرمونو د نړیوالي محکمې څارنوال کریم خان د ا.ا د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او د ستري محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو لپاره د دوو حکمونو د صادرېدو غوښتنه وکړه.
خو د طـ.البانو دا اقدام رد کړ او هغه یې سیاسي هڅه وبلل.
د روم اساسنامه د ۱۹۹۸ کال یوه نړیواله هوکړه ده چي د جرمونو نړیواله محکمه یې تأسیس کړه او شاوخوا ۱۲۵ هیوادونه د دې اساسنامې غړي دي.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کي د روم له اساسنامې سره پیوستون اعلان کړی وو.
د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په ګڼو هیوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کي، میلیونونه بې‌ګناه ملکي وګړي، په تېره ښځي او کوچنیان د ظلم او تاوتریخوالي قرباني سوي دي خو دې محکمې د دې سترو ظلمونو د حل لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.
فطرت دا هم ویلي، چي د نړۍ ډېری لوی قدرتونه د دې محکمې غړي نه دي نو د افغانستان په څېر مظلوم هیواد هم باید د دې محکمې صلاحیتونو ته تابع نه سي.