څراغ تلوېزيون ته د ط..البانو د منځ څخه يوې باوري سرچينې ويلي، چي ط..البانو خپل نژدې ملاتړی او استاد شيخ عبدالسميع غزنوي نيولی او بندي کړی دئ.
د سرچينې په حواله چي عبدالسميع غزنوي ط..البانو ځکه نيولی، چي هغه په دې وروستيو کي د خپلو خبرو پر مهال د نجونو د زده کړو پر اهمیت بحث کړی وو او د ط..البانو د مشرانو څخه ئې غوښتنه کړې وه، چي افغان نجونو او مېرمنو ته دي د زده کړو اجازه ورکړي.
د سرچينې په حواله چي ط..البانو عبدالسميع غزنوي تېره پنج شنبه په خپله مدرسه کي نيولی، ط..البانو هغه نامعلوم ځای کي بندي کړی ، او د چاسره د تماس او اړيکي نیولو څخه ئې منع کړی دی.
بايد وويل سي چي ط.. البانو استاد عبدالسميع غزنوي ته د ۴۵ ورځو د زندان سزا هم ورکړې ده.