ط..البانو درې کاله وروسته ومنل؛ چي محمود شاه حبیبي دوی نه دئ نيولی

د ط..البانود حکومت ویاند ذبیح الله م.جاهد د پنج شنبې په ورځ په يوه خپاره سوي بيان کي ويلي دي، چي د ط..البانو د استخباراتو له خوا د راټول سوو معلوماتو پر بنسټ د ط..البانو له خوا محمود شاه حبیبي نه دئ نيول سوی.
م.جاهد ويلي دي، چي د درې کلنو په جريان کي د ط..البانو د استخباراتو غړو د محمود شاه حبیبي په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي، چي هغه دي د ط..البانو په زندان کي بندي وي.
د ذبيح الله م.اهد له خوا په خپاره سوي بیان کي ويل سوي: «د ط..البانو اړوند ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د عریضې پر بنسټ، ټول اړوند ادارې پلټلي، خو هیڅ داسې نښه نه ده موندل سوې، چي دا روښانه کړي چي هغه د ط..البانو له خوا نيول سوی دئ.))
محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۰مه د «ای آراکس» شرکت له ۲۹ کارکوونکو سره یوځای په کابل کي نیول سوی وو.
د فاکس نیوز د راپور له مخي، ط..البانو محمودشاه حبیبي د ال.قاعدې د مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کي د لاس لرلو په تور نیولی دئ.
بايد وويل سي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حبیبي په تړاو د معلوماتو پيدا کولو په موخه پنځه ميليونه ډالره جايزه هم ټاکلې.