ط..البانو د‌ حق د اواز د پورته کولو د وسلې (رسنۍ) سره د جنګ په لومړۍ کرښه کښي ښکر په ښکر دي او د هغوی د خاموشه کولو له پاره شپه او ورځ هڅه کوي

د افغانستان رسنۍ، چي یو وخت ئې د بیان د ازادۍ او د ټولني د رڼا کولو په برخه کښي مهم رول لوباوه، اوس د ط..البانو له بیا واکمنیدو وروسته په یوه تیاره او محدود چاپیریال کښي فعالیت کوي. د راپورونو له مخي، د ملي تلوېزیون ۳۰۰، طلوع نیوز ۵۰، او د پژواک خبري اژانس لخوا ۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه سوي دي. دا شمېرې نه یوازي د ژورنالیستانو له پاره د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو نښه ده، بلکي د رسنیو د فعالیت د کمزوري کېدو او د معلوماتو د خپرولو د ظرفیت د کمښت روښانه ثبوت دئ.
رسنۍ په افغانستان کښي اوس د سختو محدودیتونو او سانسور تر سیوري لاندي دي. اطلاعاتو ته لاسرسی، چي د ژورنالیزم د بنسټیز اصل څخه دئ، په پراخه کچه محدود سوی دئ. ط..البانو د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو بندیزونه لګولي، چي دا کار د رسنیو فعاليت ته سخت زیان رسوي ترڅو د ټولني واقعي انځور وړاندي کړي. دې محدودیتونو د رسنیو د راپور ورکولو طریقه بدله کړې او ډیری وخت ئې دوی اړ کړي، چي یوازي هغه معلومات خپاره کړي، چي د ط..البانو له خوا تائید سوي وي.
سربیره پر دې، د ډېری رسنیزو بنسټونو تړل کیدل یا د مالي او سیاسي فشارونو له امله د فعالیت بندیدل د دې لامل سوي چي د رسنیو تنوع او ازادي نوره هم کمزوري سي. دا وضعیت نه یوازي د ژورنالیستانو له پاره د بې کارۍ او ناامني لامل سوی، بلکي د ټولني د اطلاعاتو د حق پر وړاندي هم یو لوی خنډ دئ. رسنۍ، چي د یوې ټولني د وجدان او د حقیقت د ښودلو په توګه کار کوي، اوس د سانسور او فشار له امله خپل اصلي رول له لاسه ورکوي.
ط..البانو لخوا د رسنیو پر وړاندي دا کړني د بیان د ازادۍ او د اطلاعاتو د خپلواک جریان د مخنیوي په لور یو ګام دئ. ژورنالیستان، په تېره بیا ښځینه ژورنالیستان، د ګواښونو، بندیزونو او حتی فزیکي تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي. دا وضعیت د یوې خلاصي او شفافي ټولني د جوړولو هیلي کمزوري کوي او د ولس د پوهاوي کچه راټیټوي.
د افغانستان رسنیو د ط..البانو له بیا واکمنیدو وروسته له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دي. د ملي تلویزیون، طلوع نیوز او پژواک خبري اژانس په څیر لویو رسنیزو بنسټونو د سلګونو کارکوونکو ګوښه کیدل، د اطلاعاتو پر وړاندې خنډونه، او د عکسونو او ویډیوګانو د خپرولو بندیزونه دا په ډاګه کوي، چي رسنۍ په یوه تیاره دوره کښي دي. ډیری رسنۍ یا تړل سوي او یا هم د سخت فشار لاندي فعالیت کوي، چي دا وضعیت د بیان ازادي او د دقیقو معلوماتو خپرولو ته جدي زیان رسوي. دا حالت نه یوازو د ژورنالیستانو له پاره خطرناک دئ، بلکي د ټولني د اطلاعاتو حق هم تر پښو لاندي کوي.
دا وضعیت د بیان ازادۍ او د ټولني د پوهاوي کچه محدوده کړې. که نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه مداخله ونه کړي، د رسنیو راتلونکې به نور هم تیاره سي، چي دا به د معلوماتو د خپلواک جریان او د ټولني د رڼا کولو له پاره لوی زیان وي.
ليکنه: عمر خپلواک

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *