ط..البانو د صنعت د اونۍ نندارتون پرانيسي؛ خو ښځو ته ئې د ګډون اجازه نه ده پکښي ورکړې

د سه سنبې په ورځ په کابل کښي د افغانستان د صنعت د اونۍ څلورم نندارتون پرانيستل سو، خو ط..البانو ښځينه صنعتکارانو ته پکښي د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
د افغانستان د صنعت اونۍ د دغه نندارتون په ۷۰۰ غرفو کښي د خوراکي او غیر خوراکي توکو، غالیو، مشروباتو، برېښنایي وسایلو او د کور وسایلو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو محصولات نندارې ته اېښودل سوې وه.
په دغه نندارتون کښي د ط..البانو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د ياد نندارتون پرمهال د ط..البانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال م.لا عبدالغني ب.رادر وويل، چي صنعت د هر ملت د پرمختګ اساس دئ او پر مختللو هيوادونو د خپل اقتصاد د‌ همدې صنعت په وسيله قوي کړی دئ او د بېکارئ کچه ئې کمه کړې ده.
د يادوني وړ ده، چي دغه نندارتون به د جوزا د‌ مياشتي تر ۱۱ نېټې پوري دوام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *