د افغان شخصیتونو سره د ط..البانو د تماس کمېسیون مشر شهاب الدين دلاور وايي افغانستان ته تازه راغلو ۳۲ کسانو ته ئې د خونديتوب کارټونه ورکړي دي.
د هغه په خبره چي ټول هغه کسان چي د افغانستان څخه بهر تللي کولای سي بېرته خپل هيواد ته راسي او ط..البان ورته د خونديتوب سندونه هم ورکوي.
افغان شخصیتونو سره د ط..البانو د تماس کمېسیون په خبره هيواد ته په راغلو کسانو کي د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد او د بامیانو د ولایتي شورا وکیل سید حسن اسدي ترڅنګ د پوهنتون یو استاد هم شامل دئ.
دغو راغلو کسانو ته د ياد کمېسيون د مشر د خوا د خونديتوب کارټونه ورکول سوي او د هر راز همکارۍ ډاډ ئې هم ورکړی دئ.
ط..البانو دغه کسانو ته پر داسي مهال د خونديتوب کارټونه ورکړي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره د پخواني نظام کسان ئې نيولي، وهلي، شکنجه کړي او وژلي دي