ط..البانو د لوی اختر لومړۍ ورځ د جوزا ۱۷ اعلان کړل

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې اعلان کړی، چي د ذوالحجې میاشت په افغانستان کښي نه ده لیدل سوې او په خبره ئې چي په افغانستان کښي د ذولحجې لومړۍ نېټه به راتلونکي پنج شنبه وي له همدې امله به د لوی اختر لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ، د جوزا پر ۱۷مه نېټه وي.
د يادوني وړ ده چي سعودي عربستان د لوی اختر لومړۍ ورځ د جوزا د مياشتي ۱۶ يعني د جمعې ورځ اعلان کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *