د ط..البانو د نورستان ولايت د کانونو او پټروليم رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه رياست د ازادي داوطلبۍ له لاري د نورستان ولايت ۸۰ کيلوګرامه د بېروج قيمتي ډبري خرڅي کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه قيمتي ډبري ئې پر يوه کورني شرکت باندي د ۱۴۲ ميليونه افغانۍ په بدل کي خرڅي کړي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د بېروج قيمتي ډبري ئې د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ د کانونو څخه تر لاسه کړي.