ط.. البانو د هرات په رسنيو کي هم د ژونديو موجوداتو د انځور پر نشرولو بنديز لګولی

ط..البانو د کندهار په شمول د هيواد په زيات شمېر ولايتونو کي په تصويري رسنيو کي د ژوندي موجوداتو پر انځور نشرولو بنديز لګولی.
د دغي ډلي په تازه امر کي د هرات ولايت په تصويري رسنيو کي هم د ژونديو موجوداتو د انځور پر اخيستلو او نشرولو بنديز لګولی.
په ورته وخت کي د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ط..البانو دغه پرېکړه غندلې او دا ئې په ښکاره ډول د بیان پر ازادۍ باندي بريد بللی دئ.
دغه سازمان ويلي، چي ط..البان هڅه کوي، چي په دا ډول محدوديتونو باندي د رسنيو ازادي محدوده او سانسور زيات کړي.
د دغه سازمان په حواله: «ط..البان په دا ډول محدودیتونو باندي نه غواړي چي رسنۍ خلکو ته د معلوماتو رسولو، د ټولني د واقعیتونو انعکاس او د بیان ازادۍ د ارزښتونو دفاع په برخه کي خپل مسئوليت ادا کړي.»
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ط..البانو غوښتي چي د رسنيو د سانسور څخه دي نور لاس واخلي او رسنيو ته دي اجازه ورکړي؛ ترڅو د ولس ستونزو ته انعکاس ورکړي.
دغه سازمان دغه راز پر نړۍوالو سازمانو باندي ږغ کړی، چي د ط..البانو د دغه بنديزونو په مقابل کي دي چپ نه پاتېږي او د افغان خبريالانو ملاتړ دي وکړي.