د امريکا NPR راډيو په خپل تازه نشر سوي راپور کي ويلي، چي ط..البانو د نفتو د استخراج د پاره د يوې چينايي کمپنۍ سره خپل قرارداد لغوه کړی او د يادي کمپنۍ يو شمېر کارکوونکي ئې نيولي هم دي.
دغه چينايي شرکت دغي امريکايي راډيو ته ويلي، چي د نفتو د استخراج دغه تړون ئې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کي د ط..البانو سره کړی و؛ خو د ط..البانو له خوا د يوې لفظي شخړي له امله دغه تړون لغوه سوی او د دغي کمپنۍ يوشمېر کارکوونکي ئې نيولي هم دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دې شرکت چينايي کارکونکو ته اوس ط..البان اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان څخه ولاړ سي او هلته ئې د هغوی ازادي هم محدوده کړې ده.