ط..البانو د يوې هفتې راهيسي د سنګين پخوانی ولسوال بندي کړی

ط..البانو په هلمند کي د جمهوري نظام پر مهال د‌ سنګين پخوانی ولسوال روح الله اڅګزی نيولی او بندي کړی دئ.
د روح الله اڅګزي دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يوې هفتې راهيسي ط..البانو هغه نيولی او له دوی څخه ئې پټ ساتلی.
ط..البانو تر اوسه پوري د هغه د نيول کېدو علت نه دئ روښانه کړی.
بايد وويل سي، چي ط..البان په دې وروستيو کي پخواني نظاميان او مامورين په يوه او بله بهانه نيسي، هغوی وهي او ښکنجه کوي.