ط..البانو د پاکستان د سفارت د کچي لوړولو هرکلی کړی او په اسلام‌آباد کښي ئې د خپل شارژادفير د سفير د کچي د لوړولو پرېکړه کړې

د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي، چي د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه، چي له مخي ئې په کابل کښي د خپل د یپلوماتیک ماموریت کچه د شارژدافیر څخه د سفیر سطحي ته لوړوي، هرکلی کوي. دغه وزارت زیاته کړې، چي ط..البان ئې په غبرګون کښي په اسلام‌آباد کښي د افغانستان سفارت د شارژدافیر کچه هم د سفیر کچي ته لوړه کړي.
د يادوني وړ ده، چي د ط..البانو او پاکستان تر منځ دغه اړيکي هغه وخت ښې سوې، چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار د
اپریل په ۱۹مه کابل ته سفر وکړ او تر هغه وروسته په بیجینګ کښي د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو وسوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *