ط..البانو د پنجشیر ۲ زره او ۲۳۵ قیراطه زمرد خرڅ کړي

د ط..البانو تر واک لاندي د کانونو او پټروليم وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د پنجشير ۲ زره او ۲۳۵ قيراطه زمرد ئې د داوطلبۍ د لاري خرڅ کړي دي.
د ياد وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه زمرد ئې په ۱۷۷ زره او ۳۵۰ ډالرو په بدل کي پر داخلي شرکتونو باندي خرڅ کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو د کانونواو پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ هم د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د کانونو څخه د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت قیمتي ډبري خرڅي کړي وې.