د ط..البانو د پنجشېر ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۶۴۸۲ قیراطه زمرد د ۱۰۷ زره او ۵۹۹ ډالرو په ارزښت خرڅ کړي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي دغه زمرد ئې د سې شنبې په ورځ د ازادي داوطلبۍ د لاري پر کورنيو او بهرنيو پانګوالو خرڅ کړي .
خبرپاڼه ليکي، چي د يادو زمردو د خرڅ څخه لس سلنه پيسې د ط..البانو خزانې ته انتقالېږي او پاتي پیسي قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.
بايد وويل سي، چي دغه زمرد د وروستیو دوو اونیو په ترڅ کي د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج سوي او خرڅ سوي دي.