ط..البانو د کندهار فضا بشپړه نظامي کړې

د کندهار څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوو پيغامونو کي ویلي، چي په کندهار کي د انټرنېټ او تليفوني شبکو د بندېدو سره سم په کندهار کي حالت نظامي سوی او ط..البانو په کندهار ښار او ولسوالیو کي ګزمۍ، تلاښۍ او نظارت زيات کړی.
د هغوی په خبره چي ط..البانو د‌ کندهار په ولسواليو کي د نوو پوستو جوړولو ته ملاتړلې ده او هڅه کوي کندهار ښار او ولسواليو کي د ط..البانو نظامي حضور زيات کړي.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو د تېرو څو ورځو راهيسي په هرو څو ميتريو کي خلګ تلاښي کوي.