د کندهار ولایت د کرني ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وياند محمد حنيف حقمل د پنج شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي ط..البانو د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کي ۱۴۶۳ راسه پسونه نيولي چي پاکستان ته قاچاق کېدل.
د هغه په خبره چي د دغو پسونو د قاچاق کولو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي، چي د څېړني په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
بايد وويل سي، چي په تېره اوونۍ کي هم ط..البانو په دې ولسوالۍ کي ۲۴۰۰ راسه پسونه نيولي ، چي پاکستان ته قاچاق کېدل.