د ط..البانو تر واک لاندي د عامي روغتيا وزارت د رواني روغتيا د برخي مسؤلين وايي، چي په افغانستان کښي د رواني ناروغانو شمېر ورځ تر بلي مخ په ډېرېدو دئ.
هغوی وايي چي په افغانستان کښي اوږدې جګړي، بېکارۍ، کورنۍ او اقتصادي ستونزي هغه لاملونه دي چي په افغانستان کښي دغه ناروغي ورځ تر بلي مخ په زياتيدو ده.
د عامي روغتيا وزارت د رواني برخي مسؤلين وايي، چي د بوديجې کمښت او د نړۍوالو مرستو کمېدل هغه څه دي، چي افغانستان کښي د روغتيا د برخي ستونزي ورسره زياتيږي.
هغوید روغتيا په برخه کښي د نړۍوالو سازمانونو مرسته اړينه بولي.
بايد وويل سي، چي د ختیځې مدیتراني له پاره د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکي تېر کال ویلي وو، چي د افغانستان نیمايي وګړي له رواني ناروغیو ځورېږي. د روغتيا د برخي پوهان وايي چي د نړۍوالو مرستو دکمېدو له امله د دغي شمېري د لوړيدو امکان سته.