ط..البانو يو ازاد خبريال بهرنيو هيوادونو ته د جاسوسۍ په تور نيولی

ط..البانو سيمه اېز خبريال او د توانا خبري اژانس مسئول مدير بهرنيو هيوادونو ته جاسوسۍ په تور نيولی دئ.
ط..البان ادعا کړې، چي دغه خبريال يوناما، يونسکو او ايران څخه مالي ملاتړ تر لاسه کوی او بيا به ئې ښځي هڅولې ترڅو د ط..البانو د نظام په مقابل کي ږغ پورته کړي.
د ط..البانو د امرب.المعروف وزارت په يوه خپاره سوي بيان کي ادعا کړې، چي د رسنيو دغه مسئول مدير د جاسوسۍ په تور نيول سوی.
ط..البانو د هغه د اعتراف ويډيو هم رسنیزه کړې ده.
بلخوا بيا د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه او خپلواکي ادارې وايي چي ط..البان دغه ډول ويډيو د نيول سوو کسانو څخه په زور او جبر کوي.
نړۍوالو بشري سازمانو د ط..البانو له خوا خپل سري نيوني غندلي او د ط..البانو غواړي، چي د افغان خبريالانو، مدني فعالانو او بشري حقونو د مدافعینو د نيولو او زورولو لاس واخلي.