د ط..البانو تر کنټرول لاندي د پنجشېر د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د لومړۍ حصې ولسوالۍ د کانونو څخه ئې ۱۴۱۳ قيراطه زمرد د داوطلبۍ له لاري دسه شنبې په ورځ خرڅ کړي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه زمرد ئې د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت په سوداګرو خرڅ کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په افغانستان کښي د کانونو د استخراج پروسه چټکه کړې ده. د دې برخي پوهان وايي، که په لنډ وخت کښي په دومره لویه کچه استخراج وسي، دا به تر ځمکي لاندي زيرمي خالي اونژدي وخت کښي به افغانستان د اقتصادي بحران سره مخامخ کړي.