ط..البانو پر ايران باندي د سرائيلو بريد غندلی

د ط..البانو ویاند ذبیح الله م.جاهد د اسرائیلو له لوري پر ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کښي ویلي، چي دا بریدونه د ټولو انساني او نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دئ او د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا مستقیم تېری ګڼل کېږي.
م.جاهد زیاته کړې، چي د اسرائیلو دغه کړني نه یوازي د ایران د حاکمیت او امنیت له پاره ګواښ دئ، بلکي د ټولي سیمي امنیتي وضعیت ئې هم کړکېچن کړی دئ. هغه دا بریدونه د نړۍوالي ټولني د اصولو او موازینو څخه ښکاره سرغړونه بللې او د سیمي د ثبات له پاره ئې د جدي خطر په توګه یاد کړي دي.
د ط..البانو ویاند د دې بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار ئې کړی چي داسي کړني د سیمي د هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ لامل کېږي.