د ط…البانو د سترې محکمي وياند پر خپل ايکس پاڼه ليکلي دي، چي د جمعې په ورځ چي د حمل د مياشتي له ۲۲ نېټې سره برابره ده؛ په بادغيس او نېمرو ولايتونو کي پر درې تنه په عام محضر د قصاص حکم پلی کوی. طالبانو د يادو ولايتونو د اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چي د نیمروز مرکز زرنج ښار او د بادغېس په مرکز قلعه نو کي دي د قصاص نندارې ته ورسي.
بايد وویل سي چي د ط…البانو ستري محکمي د قصاص کېدونکو کسانو د هويت او پر هغوی د لګول سوو تورونو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.