ط..البانو په بدخشان کي درې تنه غله د شل میلیونه غلا سوو افغانيو سره يو‌ځای نيولي

د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌‌ بدخشان په راغستان ولسوالۍ کي ئې درې کسان د غلا په تور، له شل میلیونه غلا سوو افغانيو سره نيولي دي.
د دې وزارت د خپرې سوي خبرپاڼي له مخي، دغه کسان تورن دي چي شل میلیونه افغانۍ ئې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ پر لاره له څو سوداګرو څخه غلا کړي دي.
د‌خبرپاڼي په حواله چي نيول سوي کسان ئې عدلي او قضايي ارګانونو ته د څېړني په موخه سپارلي دي.