ط..البانو په بدخشان کي د ازبکو قومي مشر نيولی

د بدخشان ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې څراغ تلوېزيون ته ویلي چي ط..البانو د بدخشان په خاش ولسوالۍ کي د ازبکو قومي مشر او دوه نور کسان نیولي دي.
د سرچينې په خبره چي ط..البانو د څه مودې راهیسي ځیني سیمه‌ییز مشران نیسي او مرکز ته ئې لېږدوي.
د سرچینو په وینا، دغه قومي مشر محراب‌الدین نومېږي او تېره اوونۍ نیول سوی دئ.تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه سوي.
بايد وويل سي چي سرچینو د هغو دوو کسانو د هویت په اړه چي له دغه قومي مشر سره نیول سوي، هېڅ نه دي ویلي.