د ط..البانو د ستري محکمې څخه د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په بلخ کي ئې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه ئې د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه دوه تنه ئې ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.