ط..البانو په بلخ کي يوه ښځه په دورو وهلې

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي په بلخ ولایت کي ئې يوه ښځه په عام محضر کي په دورو وهلې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ښځه ئې د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له خوا فزيکي سزاوي ډېري سوي دي؛ د بشر حقونو سازمانونه د ط..البانو غوښتي چي نور دغه فزيکي او بدني سزاوي پای ته ورسوي.