ط..البانو په بيلاروس کي د افغان بنديانو سره ليدلي او د هغوی د ازادولو ژمنه ئې کړې

د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په زرګونو افغانان د غريبۍ له امله مجبور سوه، چي اروپايي او نورو هيوادونو ته د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو په موخه قاچاقي سفر وکړي، چي زياتره وخت په لاره کي نيول کېږي او يا هم وژل کېږي.
په روسيې کي د ط..البانو سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي خپل يو پلاوی ئې بيلاروس ته لېږلی تر څو هلته د افغان بنديانو حال د نژدې وګوري او ارزونه ئې وکړي.
خبرپاڼه ليکي، چي د ط..البانو دغه پلاوي د بيلاروس د چارواکو سره ليدلي او د افغان بنديانو د ازادولو ژمنه ئې کړې.
خبرپاڼه زياتوي چي افغان بنديان به تر ازادېدو وروسته بېرته افغانستان ته ولېږي.