ط..البانو په تېر څلور کلونو کي تر ۱۲۰۰ ډېر کسان په دورو وهلي

د راپورونو له مخي، ط..البانو په تېرو څلورو کلونو په جريان کي په ټول افغانستان کي د ۱۲۰۰ څخه زیات کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د دغو کسانو له جملي څخه شاوخوا ۲۰۰ ښځي دي چي په دورو وهل سوي او سزاوي ورکول سوي دي.
د ط..البانو له خوا په دورو وهل یوازي په یوه ولایت پوري محدودي نه دي؛ بلکې د هيواد په ټولو ولایتونو، په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل او کندهار کي تر سره سوي دي.

د عیني شاهدانو او بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخي، دغه مجازات اکثراً د مختلفو جرمي پېښو، لکه زنا، غلا، او نورو تورونو په تور ترسره سي دي.
ط..البانو تل ویلي چي دا ډول سزاګاني د شریعت له مخي عملي کوي او غواړي چي د ټولني نظم وساتي؛ خو د بشري حقونو سازمانونه دا ډول سزاګاني غیر انساني او ظالمانه ګڼي او پر ط..البانو ئې نیوکي کړي دي.
دغه راز د ښځو د حقونو فعالین وايي، د ښځو په دورو وهل اندېښني راپورته کوي، ځکه چي د ط..البانو تر واک لاندي د ښځو وضعیت ورځ تر بلي خرابېږي.
یادوني وړ ده چي نړۍوالي ټولني پر ط..البانو فشارونه زیات کړي چي دا ډول سزاګاني بندي کړي او د بشري حقونو رعایت وکړي؛ خو تر اوسه پوري ط..البانو د خپلو مجازاتو په پالیسۍ کي کوم بدلون نه دئ راوستی.