ط..البانو په جوزجان کي دوې ښځي په عام محضر کي په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سه شنبې په ورځ د دغه ولايت په درزآب ولسوالۍ کي دوې ښځې ئې په عام محضر کي ۳۹ -۳۹ دورې د خلګو د سترګو په وړاندي په په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه دوې تنې ښځي ئې د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي او په درې کاله تنفذی بند ئې محکوم کړي دي.
بايد وويل سي چي په تېره يوه هفته کي ط..البانو د بېلابېلو جرمونو په تور په لسګونه کسان په عام محضر کي په دورو وهلي او د بند سزا ئې هم ورکړې ده.