ط..البانو په خوست کښي د هغه کسانو چي ځان وژنه ئې کړې وي پر انځور او خبر بنديز لګولی

د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ د هغه کسانو انځور او خبر نشرول منع کړي، چي ځان وژنه ئې کړې وي.
د سر چينې د معلوماتو له مخي د ټولو ټولنيزو رسنيو کارونکو ته ط..البانو سپارښتنه کړې، چي د دغو انځورونو د خپرولو دي ډډه وکړي.
يو شمېر خبريالان د ط..البانو له خوا دغه اقدام د بيان د ازادۍ په وړاندي ستر خنډ بولي او د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي رسنۍ دي نه سانسوروي او د بيان ازادۍ ته دي ژمن پاته سي.