د ط..البانو د دايکنډي د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د ښاروالۍ له خوا د دايکنډي د مرکز اړوند په نيلي ښار کي ئې د ښځمنو له پاره ځانګړی بازار جوړ کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه بازار څخه به يوازي ښځمني د سوداګرۍ او کاروبار له پاره استفاده کوي.
ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د دغه بازار پر جوړولو درې میلیونه، ۸۰۹ زره او ۸۰۶ افغانۍ لګښت راغلی او شاوخوا ۹۰ ښځو ته د کار زمینه په کښي برابره سوې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د دغه بازار د جوړېدو خبر پرداسي مهال ورکړی، چي د دغې ډلي د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د ښځمنو څخه د زده کړو، کار او نورو ټولينزو فعاليتونو حق اخېستل سوی او د ط..البانو د قانون له مخي چي ښځمني د نارينه پرته د خپل کور څخه بهر نه سي وتلای. دا چي دا بازار ته به په ريښتيا ط..البان ميرمنو ته د سوداګرۍ اجازه ورکړي او که نه ، دا هغه سوال دئ، چي وخت به ئې جواب کړي.