ط..البانو په دايکنډي کي ۳۰۰ مېرمني بېکاره کړي

د دايکنډي څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز د نيلي ښار په دوو بازارونو کي ط..البانو د ښځو دکانونه تړلي دي.
د سرچينې د‌ معلوماتو له مخي د ط.. البانو د دغه بنديز له امله ۳۰۰ مېرمني بېکاره سوي دي.
د سرچينې په خبره چي دغه مېرمني د اعتراض په ډول د دايکنډي ولايت مقام ته هم ورغلي؛ خو چائې ږغ نه دئ اورېدلی او ستونزه ئې پر ځای پاته ده.
د سرچینې په خبره چي ط..البانو د دغه مېرمنو غوښتي چي په دغه ښار کي د ښاروالۍ له خوا په مشخص سوي پارک کي دکان واخلي؛ خو مېرمني شکايت کوي، چي دوی دومره توان نه لري، چي ښاروالۍ ته دومره پيسې ورکړي.