د افغانستان د ژورنالستانو مرکز په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د ط..البانو استخباراتو په دایکنډي ولایت کي د نسیم په نوم محلي راډیو د مسئول مدیر او دوو خبریالانو په نیولو سره د دې راډیو فعالیتونه درولي دي.
دغه مرکز ویلي، ط..البانو د يادي راډیو تجهیزات ضبط کړي او په بامیان ولایت کي ئې هم د نسيم راډيو سټډيو تړلې ده.
د افغانستان د ژورنالستانو مرکز دا کړنه د آزادو رسنیو د خپلواکۍ د اخيستلو او محدودولو له پاره یو ښکاره اقدام بللی او له دې امله ئې د ط..البانو دغه کړنه غندلې او د هغوی څخه ئې غوښتي چي د يادي راډيو فعاليت ته بېرته اجازه ورکړي او د بیان ازادۍ ته دي ژمن پاته سي.