ط..البانو په دوو ولايتونو کښي په يوه ورځ ۲۱ تنه په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي په کابل او لغمان کښي ۲۱ تنه د نامشروع اړيکو، د نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق په تور په دورو وهلي او د بند سزا ئې هم ورکړې ده.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي ۱۰ تنه ئې په لغمان کښي د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کښي ۳۹ دورې وهلي او د شپږو مياشتو څخه تر پنځه کاله پوري ئې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.
دغه راز په يوه جلا خبرپاڼه کښي ويلي چي ۱۱تنه ئې په کابل کښي د نشه يي توکو د پير او پلور په تور په دورو وهلي او د اوو مياشتو څخه تر درې کلنو پوري ئې په زندان محکوم کړي دي.
د‌ يادوني وړ ده، چي د بشري حقوقو نړۍوالو سازمانو د ط..البانو څخه غوښتي، چي د خپل سرو صحرايي محکمو دي لاس واخلي او د بشر حقونو ته دي په احترام قایل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *