ط..البانو په رسمي ډول پر کابل د پاکستان بريد تائيد کړ

د ط..البانو د دفاع وزارت د‌ يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي، چي د پاکستان جيټ الوتکو تېره شپه د افغانستان پر مرکز کابل او د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغۍ بازار باندي هوايي برید کړی دئ.
ط..البانو دغه بريد غندلی او ويلي ئې دي، چي دغه بريد پر افغانستان باندي په ښکاره ډول تېری دئ.
د ط..البانو د دفاع وزارت ويلي، چي د خپلي خاوري څخه دفاع کول ئې حق دئ.
دغه وزارت په خبرپاڼه کي ويلي، چي تر دې وروسته که په وضعيت کي هر ډول ترينګلتيا راغلل مسئوليت یې د پاکستان پر غاړه دئ