د ط..البانو ستري محکمې ویلي چي د سرپل ولایت په ګوسفنډي ولسوالۍ کي ئې ۱۸ کسان، چي پنځه ښځي هم په کښي شاملي وې په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
ط..البانو ادعا کړې، چي دا کسان د زنا، قتل او تلیفوني اړیکو په تور نيول سوي او سزا ورکول سوې ده.
د ط..البانو ستري محکمې زیاته کړې چي دغو کسانو ته د ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پوري د بند سزا او له ۲۰ څخه تر ۳۵ پوري په دورو وهلو سزا ئې ورکړې ده.