ط..البانو په غزني کي درې تنه د نشه توکو د قاچاق په تور نيولي

د غزني د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه ولايت کي ئې درې تنه د ۱۵ کيلو ګرامه نشه یی توکو سره يو ځای نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه درو کسانو ياد نشه يي توکي د هلمند ولايت څخه غزني او کابل ته قاچاق کول او هلته ئې پر خلګو باندي خرڅول، چي د نشه يي توکو سره لاس په لاس نيول سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چي د دغه کسانو سره ۱۵ کیلوګرامه نشه یي توکي «ښیښه))، یو ميل کلاشینکوف، دوې چانټې، یوه لوکسل موټر او یوه اندازه نقدي پیسې نيول سوي دي.