ط..البانو په لغمان کښي ۱۹۰ د موسيقۍ الې سوځلې دي

د ط..البانو د امرب..المعروف د رياست له خوا په دغه ولايت کښي د څو مياشتو په ترڅ کښي نيول سوي د موسيقۍ ۱۹۰ بېلابېلي آلي سوځولې دي.
د ط..البانو دغه رياست د موسيقۍ دغه آلې ځکه سوځولي دي، چي په وينا ئې چي د امر ب..المعرف په قانون کښي منع سوې او په اسلامي شريعت کښي هم ورته اجازه نسته.
د يادوني وړ ده، چي د ط..البانو د بيا واکمېدو سره سم په افغانستان کښي د موسیقۍ پر فن او هنر باندي بنديز ولګېدی، چي له امله ئې يو شمېر افغان هنرمندان مجبور سول، چي افغانستان پرېږدي او نورو هيوادونو ته مهاجر سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *