ط..البانو په ميدان وردګ او بغلان کي پنځه کسان په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په میدان وردګو کي ئې درې کسان د لواطت په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي او همدارنګه ئې د درو مياشتو د تنفيذي بند سزا هم ور کړې ده.
دغه راز د ط..البانو د ستري محکمې څخه په يوې جلا نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بغلان ولايت کي ئې دوه تنه د جعلي اسنادو د جوړولو په تور په عام محضر کي ۲۰ دورې وهلي او شپږ مياشتي ئې د تنفيذي بند‌ سزا ورکړې ده.