ط..البانو په ننګرهار کي د يوناما دفتر تړلی

د ننګرهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ط..البانو په ننګرهار کي د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) تړلی او کارکوونکو ته ئې اجازه نه ده ورکړې، چي دفتر ته داخل سي.
د سرچينې په حواله چي د ملګرو ملتونو دغه سياسي دفتر د ننګرهار د ط..البانو د والي په امر تړل سوی دئ.
سرچينه زياتوي، چي دغه دفتر ط..البانو ځکه تړلی، چي هغوی ادعا کوي، چي دا د بهرنيانو د جاسوسۍ مرکز دئ.
ط..البانو تر اوسه پوري په رسمي ډول د دغه دفتر د تړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.