د ننګرهار د ط..البانو د امرب.المعروف مسئولين وايي چي په ننګرهار ولایت کي ئې هغه تعويذګر نيولی، چي خلګ ئې د ويزې پر ځای په تعويذ باندي خارج ته لېږل.
هغوی وايي چي دغه کس به د خلګو څخه په دغه نامه پيسې اخيستلې او خلګ به ئې دوکه کول.
د هغوی په وينا چي ياد تعويذګر د يو کس څخه ۱۶۵۰۰۰ افغانۍ اخيستي وې او ورته ويلي ئې وه، چي په تعويذ ئې لومړی ترکيې او بيا اروپا ته لېږي.
ط..البان وايي چي ياد کس ئې نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ