د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ په مارکو بازار کي هغه کس نيولی چي خپل خور او زوم ئې ويشتلی او وژلي وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس يوه هفته وړاندي خپل خور او زوم وژلي وو، چي د شنبې په ورځ د ط..البانو د خوا نيول سوی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي نيول سوی کس ئې د څېړنو په موخه اړوند عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړی دئ.