د ط..البانو تر واک لاندي د نورستان د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د نورستان ولايت د کانونو څخه ئې د درې ميليونه افغانۍ په ارزښت قيمتي ډبري خرڅي کړي دي.
په خبر پاڼه کي ويل سوي، چي د بيروج لس کيلو ګرامه دغه قيمتي ډبري ئې د ازادي داوطلبۍ د لاري پر کورنيو سوداګرو باندي د درې ميليونه او ۲۵ زره افغانيو په بدل کي خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي یوه اوونۍ وړاندي هم ط..البانو د نورستان ولايت د کانونو څخه قيمتي ډبري خرڅي کړي وې