د ط..البانو تر کنټرول لاندي باختر خبري آژانس د يکشنبې په ورځ په نشر سوي خبر کي ويلي دي، چي ط..البانو په نورستان ولايت کي اته کيلوګرامه قيمتي ډبري د دواطلبۍ د لاري خرڅي کړي دي.
په خبر کي ويل سوي، چي ط..البانو دغه اته کيلوګرامه قيمتي ډبري د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت پر کورني شرکتونو باندي خرڅي کړي دي.
د باختر خبري آژانس په حواله چي دا ډبري چي کونزایت، بیروج په کښي شامل دي، د نورستان مرکز پارون له بېلابېلو کانونو ترلاسه سوي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو دوي ورځي مخکي هم د بیروج ډبري شاوخوا ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په نورستان ولايت کي پر کورنيو او بهرنيو شرکتونو باندي خرڅي کړي وې.