د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ط..البانو د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کي اته ټنه قيمتي ډبري د يوې ازادي داوطلبۍ د لاري په ۱۵۰ ميليونه افغانۍ باندي خرڅي کړي دي.
د دغه وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه قيمتي ډبرو کي مارګنېټ، بېروج، کونزاېټ او بلور شامل دي.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البان هر کال د افغانستان د کانونو د خرڅولو څخه په زياته اندازه پيسې لاس ته راوړي، خو ولس ئې د بېکارۍ او غريبۍ له امله ځان وژنه کوي او يا هم بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي ډول ځي.