ط..البانو په نورستان کښي د کوکنارو کښت له منځه وړی

د ط..البانو تر واک لاندي د نورستان امنيه قومندانۍ د شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي د نورستان په نورګام ولسوالۍ کښي په لس جريبه ځمکه باندي کرل سوی د کوکنارو کښت له منځه وړی دئ.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي د نشه یي توکو، کښت قاچاق او يا هم پير او پلور تر سره کړي.
د يادوني وړ ده، چي ط..البان په افغانستان کښي د کوکنارو کښت په داسي حال کښي له منځه وړي، چي د تېرو شلو کلنو په جريان کښي هغوی د کروند ګرو څخه د کوکنارو عشر او زکات اخېستی او په هغه به ئې وسلي رانيولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *