ط..البانو په نيمروز کښي د ۱۲۰۰ کيلوګرامه مس چي پاکستان ته لېږدول کېدل نيولي دي

د نیمروز ولایت د ط..البانو امنتي مسؤلين وايي، چي د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کښي پاکستان ته د ۱۲۰۰ کیلو ګرامه مسو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو ئې ۴ کسان هم نیولي دي.
د مخدره توکو پر وړاندي د ط..البانو د مبارزې مدیر فیض محمد فیضاني وايي دا مس د دوشنبې په ورځ د زرنج ښار د دوهمي حوزې په مربوطاتو کښي کشف سوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چي دا مس په دوو موټرو کښي په خورا مهارت سره ځای پر ځای سوي وه او غوښتل ئې چي پاکستان ته ئې ولېږدوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *