ط..البانو په هرات کي د وژل سوي کس جسد د کندهار پر دروازه ځړولی

د هرات څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په هرات کي ط..البانو يو کس وژلی او وروسته ئې د ښار په منځ کي د کندهار پر دروازه باندي د هغه جسد ځړولی دئ.
د هرات اوسېدونکي وايي، چي ط..البانو د ياد کس جسد په هرات ښار کي په رينجر موټر باندي تړلی هم و او د هرات په ښار کي ئې د خلګو په منځ کي ګرځوی.
د هرات اوسېدونکو دغه پېښه غندلې او څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوو پيغامونو کي ئې ويلي، چي د دغه وضيعت په ليدلو سره ئې ذهني شکنجه کړي.
هغوی وايي، چي ښځي کوچنيان او ځوانان دغه پېښي سخت بیرولي او په خبره ئې چي د بېري څخه د ښار دغه سيمو ته تګ هم نه کوي.
هغوی وايي، چي ط..البان يوازي دغه وژل سوي کس ته سزا نه ده ورکړې؛ بلکي ټول هراتي ولس ته ئې ذهني او فکري سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي د دغه وژل سوي کس هويت څرګند نه دئ او تر اوسه پوري ط..البانو هم نه دي ويلي، چي دغه کس څوک دئ، چي دوی ئې جسد د کندهار پر دروازه باندي ځړولی دئ.