د ط..البانو د دفاع وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د هلمند ولايت د بهرامچې ولسوالۍ اړوند ليډريک سيمه کي ۷۳۰ کيلو ګرامه تارياک نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه تارياک په يوه موټر کي په خورا مهارت سره ځای پر ځای سوي وو، چي د پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل چي د ط..البانو له خوا نيول سوي وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغو نشه يي توکو سره په تړاو ئې درې تنه نيولي او د هغوی سره يو ځای وسلې او سټلایټ تليفونونه هم نيول سوي دي.