ط..البانو په پروان کي دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل چي په پروان ولايت کي ئې يو سړی او يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي او ۱۸ مياشتي ئې د بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي ط..البانو په زابل او کابل کي هم ۳۰ تنه د نامشروع اړيکو، غلا او قاچاق په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو