د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سې شنبې په ورځ د دغې محکمي له خوا د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کي د دووښځوپه ګډون پنځه تنه د غلا او زنا په تور په عام محضر کي د خلګو د ستروګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹-۳۹ دورې وهلي او ورسره په څنګ ئې په درې کاله تنفيدي بند ئې هم محکوم کړي دي.
بايد وويل سي چي په همدې ورځ دغي ډلي د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کي هم د نامشروع اړيکو په تور يو سړی او يوه ښځه په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي وه.